خبرونهروغتیا

په ننګرهارکې د کرونا ویروس د امریکايي واکسین د تطبیقولوبهیرپیل شو

کابل / د چنګاښ ۲۸ / باختر

په ننګرهارکې د جانسون ان جانسون امریکايي واکسین د تطبیق بهیر پیل شو.

۲۴۰۰۰ دوزه دغه واکسین ننګرهارته لېږل شوی دی او ټاکل شوې ده د دغه ولایت په اوسېدونکوتطبیق شي.

د جانسون ان جانسون واکسین یو دوز لري.

دا په داسې حال کې دی چې د ننګرهارپه لسګونو زره اوسېدونکي مخکې له دې د کرونا ویروس پر وړاندې هندی او چینایي واکسین شوي دي او د دغه واکسین د تطبیق بهیر دغه راز دوام لري.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکترنصیراحمد دراني باخترآژانس ته وویل چې تراوسه د ننګرهارڅه نا څه سل زره اوسېدونکو د واکسین لومړۍ دوز ترلاسه کړى دى. .

هغه وویل : د اوسېدونکو د واکسین بهیردغه راز دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته