خبرونهاقتصاد

په میدان وردکو کې د مڼو حاصلات په سلو کې لس زیاتوالی موندلی دی

میدان ښار / د لیندۍ / ۳۰ / باختر
په میدان وردګو کې د مڼو حاصلات د تېر کال په پرتله په سلو کې لس زیاتوالی موندلی دی.
د میدان وردګو د کرنې رییس ولید احمد تسل د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات د تېر کال په پرتله په سلو کې لس زیاوالی موندلی دی.
ده په دغه ولایت کې د مڼو د حاصلاتو د زیاتوالی علت د دغه ولایت بڼوالو ته د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د میدان وردګو د کرنې ریاست پاملرنه بیان کړ.
هغه زیاته کړه چې موسمي اورښتونه هم د دې سبب شوې دي چې په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ١٢٠ زرو متریک ټنو ته ورسېږي .
د میدان وردګو ٢ تنو بزګرانو صاحب جان او عبدالله په دغه ولایت کې په روان کال کې د مڼو د حاصلاتو د زیاتوالی له امله د خوښۍ د څرګندونو په ترڅ کې د خپلو حاصلاتو د پلورنۍ د ښه بازار د نه شتون له امله شکایت وکړ.
دوی له دولت څخه وغوښتل چې د دوی د حاصلاتو د بسته بندۍ ، ساتنې او بازار موندې لپاره همکاري وکړي .
د میدان وردګو د کرنۍ رییس وایی چې په راتلونکی کې بزګرانو ته د کرنۍ په برخه کې منظم پروګرامونه په پام کې لري .
د کرنۍ اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په روان کال کې د میدان وردګو په ولسوالیو کې ٧١ سړې خونې جوړې کړې دي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته