ټولنه

دمحمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام .
دپوهاند حبيب الرحمن هاله مړينه چې دافغانستان خلکو او فرهنګ ته د څه دپاسه نيمې پيړۍ خدمت وياړ لري زما دخپګان او خواشيني سبب شوه .
پوهاند هاله په کابل پوهنتون کې دژورناليزم داستاد ، دادب دګټوري  مجلې دمدير ، دخلکودحقوقو دلارې دمبارزې او دڅوعليمي اثارو  دمولف په توګه خپل ټول ارزښتناک  عمر افغانستان اوددغه هېواد فرهنګ ته په خدمت کې تير کړ .
دده مړينه  هېوادته يوه ستره ضايعه ده .
دخپلې  ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب دده کورنۍ او دوستانو او دهېواد علمي ټولنې ته وړاندې کوم متوفى ته دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دمغفرت  او پاتې کسانو ته يې دجميل  صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته