خبرونهاقتصاد

په ميدان وردګو کې لسګونو سړې خونې پرانستل شوې

٤٢- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
په ميدان وردګو کې د لسګونو سړو خونو د جوړولو کار بشپړ او نن پرانستل شو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د ميدان وردګو د کرنې اوبو لګولو اومالدارى رياست وايي چې د ٦٩ سړوخونو د جوړولو کار د پنځه څلويښتو ميليونو افغانيو په لګښت د نړيوال بانک په مالي مرسته او د خلکو د لس سلنې په ونډې سره ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
ويل کېږي چې دغه سړې خونې د ميدان وردګو د بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ او دويمه برخه کې جوړه شوې ده.
د يادونې وړ ده چې مخکې له دې هم په ميدان وردګو کې د ٨٣ ميليونو افغانيو په لګښت د کرنيزو محصولاتو ١٣٤ سړې خونې جوړې شوې وې.
ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته