کابل باختر دچنګاښ دريمه
په قندهارولايت کې په يو موټرسايکل کې ديو ځاى پرځاى کړي شوي بم دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان ټپيان شول .
ويل کيږي دغه موټرسايکل د ارغنداب ولسوالۍ په لب دريايي ساحه په هغه ځاى کې چې زياتره وګړي و دتفريح په خاطر دغه ځاى کې راټوليږي درول شوي و .
دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق باختر اژانس ته وويل دغه بم په يو زرنج ډوله موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي و او کله چې دپوليسو ځواکونه دهغه دشنډولو په خاطر موټرسايکل ته نږدي شول چاودنه وشوه او پوليسان ټپيان شول .
وسله والوطالبانو دوه ورځې مخکې دقرغې دبند په تفريحي ساحه سپوږمۍ هوټل کې بريد وکړ اويو شمير ملکي وګړي يې ووژل او ټپيان کړل .