اعلامیهخبرونهسیاستTOP

په منځني ختیځ کې د وروستيو پېښو په تړاو د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه

کابل، د وري ۲۶مه، باختر 

 صهيونيستي رژيم د خپلو جناياتو په دوام د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ټولو ډيپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانګه په نښه کړه، چې په ځواب کې يې ‏د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل.

د تېر کال له اکټوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر ۳۳ زرو زياتو ملکيانو د نسل ‌وژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د نا امنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړې، چې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي.

د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سیمې پر ټولو مؤثرو هېوادونو غږ کوي، چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته