کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢:
دکورنيو چارو وزارت دځانګړو قطعاتو د لوي رياست منسوبينو دځانګړو عملياتو په بهير کې څه دپاسه پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکې توکې کشف او ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دځانګړو قطعاتو دلوې رياست دهمْغږۍ مرستيال عبدالجاويد جبلي دڅرګندونو له مخې : دغه چاوديدونکې توکې مخکې له دې چې دعاشورا او دمشورتي لويې جرګې دګډ وډولو په خاطر ورڅخه استفاده وشي د ددغه رياست دمنسوبينو له خوا د پغمان او بګراميو له ولسواليو او له څرخى پله څخه کشف او ترلاسه شول .
ددغو چاوديدونکو توکو په اړوند يو تن نيول شوى او ترپوښتني لاندې دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ