خبرونهاقتصادټولنه

په مزار شريف کې د ۴۳ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سړک د قير کولو چارې پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د بلخ د مرکز مزارشريف اړوند د جمعه اڅک سړک د قير کولو چارې د دغه ولايت د ځايي چارواکو په شتون کې پيل شوې.
د مزارشریف ښاروال محمد کاظم طارق وويل چې دغه پروژه د ۴۳ ميليونه افغانيو په لګښت د ښاروالۍ له بوديجې څخه ورکول کېږي.
د نوموړي په خبره ياد سړک يو زرو ۲۳۵ متره اوږدوالی او ۳۵ متره سور لري او د ۵ میاشتو په موده کې به يې د جوړولو چارې بشپړې شي.
د يادونې وړ ده، چې د مزارشریف يو شمېر ښاريانو له باختر آژانس سره په خبرو کې د يادې پروژې د تطبيق په برخه کې له ښاروالۍ سره د هر راز همکايو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته