سیاست

جمهور رئیس غني په بغلان کې ځانمرګی برید او په پکتیکا کې چاودنه په سختو ټکو وغندله

کابل باختر د چنګاښ درې ويشتمه .
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار په یو جومات کې ځانمرګی برید او د پکتیکا ولایت د یحی خېلو ولسوالۍ بازار کې چاودنه چې یو شمېر لمونځ کوونکي او ملکي وګړي په کې ټپیان شول، په سختو ټکو وغندله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي
جمهور رئیس غني وویل، په جوماتونو او د مسلمانانو په سپېڅلو ځایونو بریدونه او د بې ګناه خلکو وینې تویول د اسلام مقدس دین سره ښکاره دښمني ده.
محمداشرف غني زیاته کړه، د دښمنانو دغه ډول بریدونه دا په ډاګه کوي، چې د افغانستان د خلکو دښمنان هیڅ دین او قانون ته پابند نه دي.
د هېواد جمهور رئیس د دغو پېښو ټپیانو ته د خدای تعالی له دربار څخه د بشپړې روغتیا هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته