خبرونهامنیت

په تخار کې د طالبانو بريدونه شنډ کړای شول

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د تخار په بنګي ولسوالۍ کې پرون مازيګر ۹ وسله وال طالبان ووژل شول.

د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د تخار په بنګي ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو يرغل وکړ چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

نظري زياته کړه: په دغو جګړو کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور یې ټپيان شول.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته