امنیت

د کابل قندهار په لويه لاره کې نشه يي توکي کشف شول

٢٢- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
يوتن له يوې زياتې اندازې نشه يي توکو سره د کابل – قندهار په لويه لاره کې ونيول شو.
دغه سړى غوښتل پنځه کيلوګرامه هيروئين اوشيشه قاچاق کړي چې پرون ماښام د کابل – قندهار په لويه لاره کې د عملياتو په بهير کې ونيول شو.
د قندهار د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې نيول شوى سړى دغه نشه يي توکي په ماهرانه ډول په يوموټر کې ځاى پرځاى کړې و.
د يوبل خبرله مخې؛ پوليسو په قندهار کې د جنايي جرمونو په تور د ١٦ تنود نيولو خبرورکړ.
دغه کسان د تېرو٢٤ساعتو په بهير کې د قندهار ښار او د قندهار له يوشمېر ولسواليو څخه د عملياتو او د موټرو د پلټنې په بهير کې ونيول شول .
پوليس وايي په نيول شويوکسانو دغلا، وژنې، شوکمارى او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته