خبرونهټولنه

په لوګر کې د ۲ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د وري ۲۰ مه، باختر

د لوګر ښاروالۍ له لوري د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

د پل علم ښاروال مولوي محمد اسحق سعید د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د ښاروالۍ په مالي ملاتړ د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکز پل علم په لومړۍ امنیتي حوزه کې یوه څلور لارې رغول شوې او د ښاري ښکلا لپاره څراغونه هم نصب شوي دي.

نوموړي ویلي چې یادې ښاروالي تېر ۱۴۰۲ کال کې ۶ مهمې پروژې پلې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم د پل علم ښاروالۍ په هلو ځلو د ۲ نورو څلورلارو د رغولو ترڅنګ د ښار داخلي پارکونه هم له جوړولو وروسته ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته