امنیت

څلويښت تنه د بچه بازى له يو محفل څخه ونيول شول

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٠
د کابل پوليسو تېره شپه څلويښت تنه له يوه خصوصى محفل څخه ونيول چې ويل کيږي په بچه بازي بوخت وو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس فريدون عبيدي وايي: په نيول شويوکسانوکې دوه تنه دوه جنسيته کسان او يو تنکى ځوان هم شامل دي.
عبيدي د نيول شويوکسانو د هويت په باب زياتې څرګندونې ونه کړې او ويې ويل چې له دوى څخه تحقيقات پيل شوي دي.
د دغو کسانو نيول کيدل له هغه وروسته ترسره کيږي چې په هېوادکې د بچه بازى د بندولو قانون نافذ شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته