کابل ، د ثور ۲۵ مه ، باختر
په لوګر کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې د لوګر د ښار جوړونې او ځمکو ریاست په همکارۍ د دغه ولایت په التیمور سیمه او د بیدک په دښتو کې په خپلو وروستیو فعالیتونو کې لسګونه جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو څخه ژغورلې ده.
د یادې کمېټې له لوري په داسې حال کې دولتي ځمکې بېرته راګرځول کېږي، چې په وار وار یې د رسنیو له لارې خلکو ته په ځانګړې توګه د دولتي ځمکو او ملکیتونو غاصبینو ته خبرداری ورکړی، چې د دولتي ځمکو او ملکیتونو له غصب څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د لوګر په بېلابېلو سیمو کې د د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېټې د ځمکو د غصب په تړاو پنځه دېرش تنه نیول شوي دي.
سعیده