کابل، د غبرګولي١٩مه، باختر
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې پرون د نقاشۍ او خطاطۍ هنر د ودې په موخه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د خطاطانو د ټولنې غړو د خطاطۍ او تقاشۍ د فعاليتونو پر زياتوالي ټينګار وکړ او په نږدې راتلونکي کې يې په دغه ولايت کې د دغو هنرونو د نندارتون د جوړولو خبر ورکړ.
په دې غونډه کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رفيع الله صميم د خطاطانو د ټولنې له غړو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل دغه رياست په هره برخه کې د دوى همکار دى او د هغوى د هنري فعاليتونو ملاتړ کوي.
صميم د خطاطۍ، نقاشۍ او حکاکۍ د فعاليتونو پرهمغږۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، هڅه کوي د هنر له لارې د هېواد پرمختګ او د اسلامي فرهنګ د بنسټيز کولو په برخه کې خلک وهڅوي.
د خطاطۍ د هنر يو مينه وال نياز محمد وويل، چې د خطاطۍ او نقاشۍ د ښکلا له لارې موږ کولاى شو د ملي يووالي او د یو بل منلو په برخه کې پر دېوالونو د ليکلو او انځورګرۍ له لارې خلکو ته اغېزمن پيغامونه ورسوو.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس سربېره د لوګر د خطاطانو د ټولنې مسوول استاد حبيب الله سعيدي، د خطاطۍ يو استاد ميرويس نوري او د دغې ټولنې يو شمېر غړو هم ګډون کړى و.
\ ذ