ټولنه

په شبرغان کې دنجونو دليسې دودانۍ کار پيل شو

کابل باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
دشبرغان ښار دکوک کنبد دنجونو ليسې دودانۍ دجوړولو کار نن دنوي تعليمي کال په هرکلى سره پيل شو.
د جوزجان ولايت دپوهنې رئيس عبدالحى يشين باخترآژانس ته وويل  چې دغه ودانۍ دپنځه سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې دهندوستان په مالي مرسته د١٤ميليونو افغانيو په لګښت  جوړيږي چې په ودانۍ کې لس درسي او څلور اداري خونې او نورضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
خبرځاى زياته کړه ددغې ودانۍ د جوړولو کار به  په ديارلسو مياشتو کې بشپړ
شي  او  ودانۍ به  داته سوه تنو زده کوونکو ظرفيت ولري .
هندوستان دغې ليسې ته  ددوه سوه ميزونو او څوکيو برابرول هم په غاړه اخيستي دي .
ديادونې وړ ده چې اوس په  جوزجان ولايت کې  څلور سوه ښوونځي فعال دي او ددرزاب او قوش تيپې په ولسواليو کې اته شپيته ښوونځي دناامنيو له امله تړل شوي دي  اوپه دغو ولسواليو کې درې زره تنه زده کوونکي له زده کړې څخه بې  برخې شوي دي.  پاى ج ذ             

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته