خبرونهورزش

په لغمان کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر

د لغمان د بدنې روزنې او ورزش مسوولین د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو د پیل خبر ورکوي.

د یاد ولایت د والیبال فدراسیون مسوول احمدشاه صدیقي باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د مرکز مهترلام او ولسوالیو څخه په یاد تورنمنټ کې ۴۸ لوبډلو برخه اخیستې چې غوره لوبغاړي به ترې ملي ټیم ته وټاکل شي.

صدیقي وویل، چې دغه ډول لوبې په ټوله کې د والیبال د پراختیا او د لوبغاړو د هڅونې لپاره ډېرې زیاتې ګټورې تمامېږي او  هیله یې څرګنده کړه چې د سپورټ آمریت به په دې ولایت کې نور دغه ډول تورنمنټونه هم ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته