امنیت

په لغمان کې د وسله والو طالبانو پټنځی له منځه یوړل شو

مهترلام باخترد سلواغې ۱۵ مه
تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای په نښه کړ چې له امله يې دوه تنه مخالفان وژل شوي او یو تن ټپی شوی دی.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې په دغه برید کې د نعیم او حقیار په نومونو دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د صابر په نامه یو تن ټپی شوی دی.
ځواک زیاتوي چې په ترسره شوي برید کې ملکي وکړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته