خبرونهاقتصادټولنه

په لغمان کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ۵ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر
د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ٥ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت والي قاري زین العابدین عابد د یادو پروژو د پرانیست په مراسمو کې وویل، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولګټو او پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی چې نن د لغمان په ٥ ولسوالیو کې د ٥ چکډيمونو جوړولو چارې پیل شوې.
په ورته وخت کې د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې په علینګار، علیشنګ، قرغیو، دولت شاه او بادپښ ولسوالیو کې د ١٥ میلیونو افغانیو په لګښت ٥ چک ډېمونه جوړېږي چې هر چکډېم به د ٢٠ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا ولري.
هېره دې نه وي چې د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو له پیل څخه خوښي چرګنده کړې او له اسلامي امارت څخه د ورته کرنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته