امنیت

د وسله والو مخالفانو د جنګي قطعې مشر نوراني ووژل شو

ترينکوټ باخترد زمري د میاشتې ۱۸ مه
د روزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو د جنګې قطعې د مشر په ګډون پنځه څلويښتوتنو وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله واوښته
د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ امنیه قومندان سعدالله (اکا) باختر اژانس ته د ټیلیفون پر کرښه وویل چې د دغې ولسوالۍ اړوند سیمو کې يې په تیرو دوو شپو  کې له وسله والو سره نښتې کړي دي، چې پر مهال يې د وسله والو مخالفانو د دوو قومندانانو په ګډون پنځه ویشت تنه مخالفان وژل شوي او شل تنه نور ټپيان دي.
اکا وايي چې يو وژل شوى قوماندان «نوراني» نومیده چې د وسله والو د جنګي قطعې مشر وو.
د اکا په خبره چي په دغو جګړو کې یو پولیس شهید او درې تنه نورپوليسان ټپیان شوي دي.
د اکا د څرګندونو له مخې چي پر همدې مهال له وسله والو مخالفانو څخه پنځه بورۍ چاودیدونکي توکي او ۸ ماینونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته