خبرونهټولنه

په لغمان کې دوه حیواني کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل، د کب ۲۰ مه، باختر
د لغمان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې دوه حیواني کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمدولي محسن د یادو کلینیکونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل چې مرکز ته اړوند په عمزایو او علینګار ولسوالۍ کې د هالنډي کمېټې له لوري د ۲۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت دوه حیواني کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
محسن وویل، چې یادو کلینیکونه ته د څارویو بېلا بېل درمل، یخچال، د وترنر ډاکټر لپاره موټر سایکل او د نورو اړینو توکو مرسته هم شوې ده.
هېره دې نه وي چې د سیمې مالدارانو د یادو پروژو په پلي کېدو خوښي ښودلې او د ورته نورو پروژو غوښتنه یې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته