نړۍ

د پاکستان صدراعظم: دپاکستان دتروريزم ضد هلې ځلې بايد په رسميت وپيژندلې شي

لندن دان – باختر باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د پاکستان صدراعظم نواز شريف پرون د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کري سره په خبروکې وويل چې د پاکستان تروريستي ضد متمرکزې همکارۍ او د سيمه ييزې سولې او امنيت لپاره هلې ځلې دې ته اړتيا لري چې د نړيوالې ټولنې له خوا تاييدې شي.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ: د پاکستان صدراعظم دغه څرګندونې پرون د افغانستان په باب د لندن د کنفرانس ترڅنګ له جان کري سره وکړې.
نواز شريف دغه راز د سيمه ييز حالت او د (ضرب عضب) عملياتو په باب چې د شمالي وزيرستان په سلوکې ٨٠ سيمې د پوځي مليشو له شتون څخه پاکې کړې دي؛ زياته کړه چې موږ به دغه عمليات د پوځي مليشو تر بشپړ پاکولو پورې دوام ورکړو.
د پاکستان صدراعظم وويل چې يو باثباته ، سوکاله او ديموکراتيک افغانستان د پاکستان په ګټه دى او زياته يې کړه چې پاکستان په دې لټه کې دى چې د افغانستان له نوي حکومت سره ښې کاري اړيکې ولري.
جان کري د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ښه والي له امله هرکلى وکړ او هغه يې د سيمې د ثبات لپاره يو ښه ګام وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته