خبرونهاقتصادټولنه

په لغمان او پنجشېر کې ۳۵ کورونه نړېدلي دي

کابل، د کب ۱۳ مه، باختر

د لغمان او پنجشیر سیمه ییز مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله ۳۵ کورونه ویجاړ شوي دي.

د پنجشېر سیمه ییزو مسوولینو د باختر آژآنس باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په شتل، رخې، لومړۍ برخې ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ۱۰ کورونه ویجاړشوي او ۱۰۰ څاروي مړه شوي دي.

د یوبل خبرله مخې؛ په لغمان کې هم د سختو اورښتونو له امله ۲۵ کورونه ویجاړ او ۱۲ څاروي مړه شوي دي.

د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رییس قاري خیرمحمد غازي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د وروستیو اورښتونو له امله د بادپښ ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې ۲۵ کورونه ویجاړ او ۱۲ څاروي مړه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته