ترينکوټ باخترد غبرګولي د مياشتې ۹ مه
روزګاني مسافرو د روزګان او قندهار پر لویه لاره د افغان پولیسو له بد چلند او د لارې د خراب والي له امله سر ټکوي.
مسافرينود باختر اژانس خبريال ته وویل چې ددغې لارې د خرابوالې او بې کیفیته جوړښت له امله ډیره لږه لاره د ساعتونوپه واټن سره وهي او د تګ را تګ پر مهال له یو لړ ستونزو سره د مخامخ کیدو تر څنګ د دغې لارې پر سر د امنیتي پوستو پولیس له هغوي څخه په ناقانونه توګه پیسې اخلي.
دوی وايي دغه کار به نه یواځې د دولت او خلکو تر منځ واټن زیاته کړي بلکې د وسله والو مخالفینو محبوبیت به هم په خلکو کې زیات کړي.
له بلې خوا بيا د قندهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني وایي چې تر اوسه پورې په دې اړه ورته رسمي شکایت نه دی شوی.
د ده په وینا دوی د شکایت اوریدنې عمومي شمیرې لري چې هر څوک کولای شي خپل شکایت د اړوندو چارواکو تر غوږو پورې ورسوي .
1 1 دقیقه لوستل