کابل /د وري ٢٤مه /باختر
د قندهار امنيتي ځواکونو پر يو ماشوم د جنسي تېرى او د هغه وژنې د عامل د نيولو خبرورکړ.
په نيول شوى تنکى ځوان تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې په يو١٠ کلن ماشوم جنسي تيرى کړى او هغه يې وژلى دى .
د قندهار د امنيې قوماندانۍ يومقام باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه دغه ځوان د هغه له دوو جرمي شريکانوسره نيولي دي .
نيول شوى تنکى ځوان چې ويل کېږي تراوسه خپل قانوني عمرنه دى بشپړ کړى په يو ويډيو کې چې د قندهار پوليسو خپره کړې ده په دغه ١٠ کلن ماشوم جنسي تيرى او د هغه په وژلو اعتراف کوي.
په دغه ماشوم جنسي تيرى او د هغه وژل د قندهار د خلکو د غوصې سبب شوى دى.
د قندهار خلک له حکومت څخه غواړي چې د دغې پېښې عاملين مجازات کړي.
ختم-ج-ا