کابل / د چنګاښ ۸ / باختر
د اوبورسولو د یوې شبکې په جوړېدوسره لسګونوکورنیود لومړي ځل لپاره د څښاک پاک اوبوته لاس رسی وموند.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت وايي دغه شبکه يې په تخته پل ولسوالۍ کې جوړه کړې ده.
دغه شبکه، لمریزې برېښنا ، د څښاک اوبه د نلونوپه واسطه د کلیو اوسېډونکوته لېږدوي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دې شبکې په جوړولوکې یومیلیونو ۵۰۰ زره افغانۍ لګولي دي.
په تخته پل ولسوالۍ کې اوسېدونکو د دغې شبکې له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي ، کلونه کلونه کېږي چې له ناپاکو او سرخلاصو اوبوڅخه په استفادې سره ناروغان کېدل.
-ع