امنیت

نهه ديرش تنه طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
نهه ديرش تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتوکې په غزني ولايت کې د پيروز د عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې ٣٤ تنه نورطالبان ټپيان شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: د پيروز په عملياتوکې چې له يوې اوونۍ راپه دې خوا دوام لري؛ تراوسه پورې ٩٤ تنه طالبان وژل شوي او ٦٥ تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې د شپږتنو پاکستانيانو او د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو سرګروپانو په ګډون ٣٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٤ تنه نوريې ټپيان شوي دي .
د نظيف الله سلطاني د څرګندونو له مخې: دغه راز په دغو عملياتوکې چې د ګيلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي دي؛ د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل د امنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شوي دي.
ويل کيږي دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه دګيلان ولسوالۍ تر پاکولو پورې دوام مومي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو عملياتوکې درې تنه امنيتي منسوبين ټپيان شوي دي چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى بلل شوى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته