خبرونهټولنه

په فراه کې ۴۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د سلواغې ۲۵ مه، باختر

د فراه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړولو سره ۴۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د فراه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د رسنیو مسوول محمد محمدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په دیوال سرخ کلي کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه ۶۸۰ زره افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده، چې ياده شبکه د لمريزې برېښنا د ۵۷ تختو، ۱۵۰ متره ژورې څاه، ۷۰۰۰ متره پايپ او د ۴۰ متره مکعبه اوبو په ځايولو سره په يو وخت کې ۴۶۰ کورنيو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابروي، چې چارې یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته