کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر
د فراه د امنیې قوماندانی د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولینو د دغه ولایت د بکواه ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې پنځه جریبه کرل شوي چرس واړول شول.
د یاد ولایت د بکواه ولسوال مولوي محمد اصف باختراژانس ته وويل چې د دغې ولسوالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبينو پنځه جريبه کرل شوي چرس اړولي دي.
د هغه په وينا، د فراه د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسووبینو وویل چې هر هغه بزګر چې د اميرالمومنين له فرمان څخه سرغړونه وکړي، ورسره قانوني چلند کېږي.
ع