امنیت

په ننګرهارکې د دولتي ځمکو د غصب په تور شپاړلس تنه ونيول شول

کابل باختر د مرغومي اته ويشتمه :
شپاړلس تنه مشکوک کسان چې د ننګرهار د کانال د ځمکو په غصبولوکې لاس لري؛ د پوليسو له خوا ونيول شول .
د ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: دغه کسان د کانال ساحې د ځمکو په عصبولوکې لاس لري او د پوليسو تر څارنې لاندې وو .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: له دې جملې څخه د څلورو تنو دوسيې څارنوالۍ ته سپارلې شوې او د نورو کسانو د دوسيو پړاوونه ډير ژر بشپړ او څارنوالۍ ته سپارل کيږي .
خبرځاى زياته کړه: په نيول شويوکسانوکې يوتن يې قوماندان فاروق نوميږي چې د يوې تروريستي ډلې سرګروپ دى او د تحقيق په وخت کې د دغې ساحې د ځمکو د غصبولو په باب په خپل جرم  اعتراف کړى دى .
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد جمهور رييس محمد اشرف غني ننګرهار ته  په خپل وروستي سفرکې ويلي و چې د دولتي ځمکو غاصبان بايد ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته