خبرونهاقتصادټولنه

په فراه کې د ۵،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د عسکر آباد پل د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د وري ۹ مه، باختر

د فراه د ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۵.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د عسکرآباد پل د جوړولو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت والي مولوي غوث الدین رهبر د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر مشرۍ لاندې د عبدالحبیب نوروزي په نوم د یو تن ملي سوداګر له لوري د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۸ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور د عسکرآباد پل د رغولو چارې د یو شمېر چارواکو په شتون کې پیل شوی دی.

هېره دې نه وي، چې عسکرآباد د سیمې اوسېدونکو له سيمه ييزو مسؤلينو او ملي سوداګرو څخه د ياد پل د پراختيا ترڅنګ د عسکر اباد سړک د پراخوالي غوښتنه هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته