نړۍ

دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې په سړک کې دماين چاودنه .

ميرانشاه  باختر د ثور اتلسمه :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې نن په سړک کې دماين دچاودنې له امله څه ناڅه دولس تنه پاکستاني پوځيان ووژل شول .
دپاکستان دپوځيانو ديو خبرځاى  دڅرګندونو له مخې دغه ماين دغلام خان ناحيه په يو سړک کې ښخ کړى شوى و  او د پوځيانو دنقليې واسطې کاروان په ماين وخوت چې له امله يې دولس تنه پوځيان ووژل شول او يوشمير نور پوځيان ټپيان شول .
ددغې چاودنې مسووليت کوم ډلې په غاړه نه دى اخستى  . دپاکستان ددي دان ورځپاڼې په ليکنه يوبل بم دخيبرايجنسۍ  په قبايلي سيمه کې شنډ کړى شوى .
دورځپاڼې دخبر له مخې  په يوه جلا پيښه کې  ناپيژندل شويو مليشو  دپيښور دشيخ محمديانو په ناحيه کې دبريښنا ترانسفارمر چولى دى .
پاکستاني ځواکونو په دغه ناحيه کې دخيبر ايجنسۍ دقبايلي سيمې  ديو مليشه کور ويجاړ کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته