کابل/ د ثور٣ يمه/ باختر
د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د يو توغندي په چاودنه کې٣ ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی .
د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمس الدين محمدي د باختر اژانس سيمه ييزخبريال ته وويل، چې دغه پيښه د فارياب د قيصار ولسوالۍ په يکه پسته کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل، چې دغه ګولۍ له پخوا په یاده سيمه کې پاتې شوې او پر دغو ماشومانو یې د لوبو پرمهال چاودنه کړې ده.
\ ذ