ټولنه

د ډاکتر عبدالله عبدالله د ډاډګيرنې پيغام

کابل / باختر د لړم   دمياشتې  ١  :

په  ژورې  خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد علمي او سياسي شخصيت ، دافغانستان دملت داسلامي وحدت ګوند مشر، په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازى  او دافغانستان دملي ايتلاف  دمشرتابه شورا غړى   حجت الاسلام والمسلمين  استاد قربانعلي عرفاني  په حق رسيدلى دى .

د دغه رباني عالم ، مطرح شخصيت  او د جهاد او مقاومت  له فاخروڅيرو او دافغانستان دملي اتل شهيد احمدشاه مسعود د همسنګرانو د مړينې خبر موږ او دافغانستان داسلامي  جمهوري دولت  په اجرائيه رياست کې   زموږ ټول همکاران او ملګري او داصلاحاتو اوهمپالنې د ټيم  غړو ته  دردونکى  و.

ارواښاد يو نه ستړې کيدونکى مبارز او دافغانستان دجهاد دمشرانو په ډله کې يوه پيژندل شوې څيره وه چې د خپل عمر زيات کلونه يې  په جهاد او مجاهدت او په تيره بيا  په فرهنګي اوسياسي برخو کې  په هلو ځلو سره تيرکړل او دعامه  ذهنونو په روښانولو او د آزادۍ او عدالت  د فرهنګ  په رواجولو کې اغيزمن  رول درلود .

ښاغلى عرفاني  د وروستيو  اتو کلونو په بهيرکې   د يو  وفادار او ژمن  دوست په توګه  او د افغانستان د خلکو د آرمانونو  د دفاع په مقصد زموږ ترڅنګ  ودريد او     د خپلو خلکو له  اساسي حقوقو او آزاديو څخه يې  په  ميړانه دفاع  وکړه .

د دغه ګران دوست اوپوه سياستوال نشتوالى دجهاد او سياست د برخو ټولو همکارانو او دوستانو او په تيره بيا د ارواښاد درنې کورنۍ ته  ډاډګيرنه وايو او دالله (ج)  له دربارڅخه ارواښــاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوو.        
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته