کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر
د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مرکز او ۴ ولسوالیو کې د انتروتوکسیمیا حیواني واکسین کمپاین د پیل خبرورکړی دی.
د مسوولینو په خبره، د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د هالنډ کمېټې د دفتر له خوا د انتروتوکسیمیا واکسین کمپاین د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه او د شهر، دولینه، دولت یار ، لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د حیواني ناروغیو د مخنیو په موخه پیل شوی دی.
په ورته وخت کې د غور ولایت د رسنیو دفتر د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې په دې کمپاین کې ۴۶ زره ۱۵۰ دوزه حیواني انتروتوکسیمیا واکسین د هالنډ کمېټې دفتر په مالي ملاتړ او د یاد ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ په یادو ولسوالیو کې پر څارویو تطبیق کېږي.
د دغه کمپاين د پيل پر مهال د هالنډ د کميټې د دفتر مسوولينو او د کرنې او مالدارۍ رياست له کروندګرو وغوښتل چې د دغه پروګرام په پلي کولو کې فعاله ونډه واخلي.