خبرونهTOPټولنه

په غور او زابل کې د ترافیکي پېښو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د وري ۱۷مه، باختر
د زابل او غور ځايي چارواکو په دغو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له کبله د ۲ کسانو د مړینې او ۸ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د زابل امنيې قومندانۍ وياند قاري ذبيح الله جوهر باختر آژانس ته وويل، چې نن د کابل – کندهار پر لویه لاره د شاجوی ولسوالۍ په تازې رباط کمپنۍ سیمه کې د یوې ټوډي او بابوجي ماډل موټر ترمنځ ترافیکې پېښه کې ۴ تنه ژوبل شوي او ۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ورته مهال د غور امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په تسرقي سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو پېښه کې د ۲ نارینه او ۲ مېرمنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
مسوولین د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي، چې تازه د اسلامي امارت د کابینې له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تائید او ټاکل شوې په عملي کېدو سره یې د ترافیکي پېښو په کچه کې کموالی راشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته