روغتیا

د خوست د روغتيايي اړتياوو د لرې کولو په خاطر د عامې روغتيا د وزير ژمنه

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د عامې روغتيا وزير وايي چې د خوست ولايت خلکوته د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر په د دغه ولايت د روغتونو د پياوړتياپه خاطر اقدام وکړي .
ډاکتر فيروز الدين فيروز د خوست په سل بستريز روغتون کې د اورتوپيدۍ د عملياتي پروګرام د پرانستلو په وخت کې وويل: له دې وروسته د خوست ولايت د روغتونونو په پياوړتيا سره به د دغه ولايت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول زيات شي.
د خوست د والي مرستيال شير پادشاه د عامې روغتيا له وزير سره په کتنه کې له ده څخه وغوښتل چې د دغه ولايت د روغتونونو د سمبالولو او د روغتيايي کارکوونکو د روزنې له لارې د خوست ولايت د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په خاطر اقدام وکړي.
دعامې روغتيا وزير د خوست له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دوى د ټول روغتيايي اړتياوو په پام کې نيولو سره به اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته