خبرونهفرهنګ

په غزني کې ۲۳ تاریخي آبدات د له منځه تلو حال کې دي

کابل/ وری ۱/ باختر

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیمه ییزو چارواکو د تاریخي آبداتو له بد وضعیت څخه خپله اندېښنه ښودلې، دوی وايي که چېرې په نوي کال کې دغه تاریخي ابدات ترمیم او بیا ونه رغول شي، کېدای شي په راتلونکي کې ویجاړ شي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد باختر آژانس ته وویل:« د غزني ۵۲ تاریخي ابدات او مقدس تاریخي ځایونه د هېواد د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې ثبت شوي دي چې د غزنویانو، تېموریانو او د اسلام څخه وړاندې وختونو پورې اړه لري.»

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په تېرو څو کلونو کې پخواني حکومت تاریخي ابدات رغولي؛ خو د هغې په رغولو کې یې له ټیټ کیفیته موادو څخه کار اخیستی؛ ځکه یې ټول کارونه نیمګړي او بیا رغونې ته اړتیا لري.

هغه ټينګار وکړ چې د پخواني حکومت د کلتوري چارواکو د غفلت په وجې د غزني ډېری تاریخي ابدې د طبیعي پېښو، باران او واورې ورېدو له کبله ویجاړې او بیا رغونې ته ډېره اړتیا لري.

مجاهد زیاته کړه: اوسمهال ۱۰ تاریخي ابدات او مقدس تاریخي ځایونه د له منځه تلو حال کې دي چې په کې د درېیم سلطان مسعود مقبره، د شریف خان مقبره، د غزني بالاحصار، د غزنین قلعې تاریخي ځایونه، باباجي جومات، د پخواني ښار جامع جومات، برګت کلا، د حضرت ترک قبر، نی کلا او د خواجه ملکیار پرنده مقبرې شاملې دي.

د هغه په وینا د دغو تاریخي ځایونو لرغونتوب د غزنویانو او تېموریانو دورې ته رسېږي؛ خو اوسمهال د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس وویل: د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ملا مشک عالم مقبره هم د دغه ریاست تخنیکي بورډ سروې کړې، چې له ګواښ سره مخ ده او که د نوي کال په اوږدو کې ورته پاملرنه ونه شي، کېدای شي ویجاړه شي.

مولوي حبیب الله مجاهد د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو غواړي چې په دغه ولایت کې د تاریخي ابداتو ترمیم او بیا رغونې ته پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د غزني یو شمېر اوسېدونکي هم له دولته غواړي چې په دغه ولایت د تاریخي آبداتو بیا رغونې ته پاملرنه وکړي. دوی وايي: که چېرې دغه تاریخي ابدات په مسلکي ډول ترمیم شي، داخلي او بهرني ګرځندویان به یې لېدو ته ورشي چې ورسره سم به د ګرځندوی کلتور هم وده وکړي.

د غزني اوسېدونکي محمد انور باختر آژانس ته وویل: د غزنویانو د حکومت لرغونتیا او په دغه ولایت کې لرغوني سیمې د دې لامل شوې چې په ۲۰۰۷ کال اسلامي نړۍ د غزني طرابلس ښار د نړۍ د اسلامي هېوادونو کلتوري پلازمېنه وټاکي.

هغه وویل چې    دغه تاریخي آثار په تېرو څو کلونو کې د جګړو، واورو او بارانونو له امله ویجاړ شوي او پر اسلامي امارت یې غږ وکړ چې د دغو تاریخي آثارو د بیا رغاونې له پاره عملي ګامونه واخلي.

د یادونې وړ ده چې د غزني ولایت ۳۳ تاریخي آثار چې په ۲۰۱۳ کال کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو په مالي مرسته رغول شوي وو، اوس یو ځل بیا له ګواښ سره مخ دي او د له منځه تلو په حال کې دي.

احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته