امنیت

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شوراغونډه جوړه شوه

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې، د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد په ځانګړي ډول د هلمند، روزګان، ننګرهار، بغلان، کندز او کنړ ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو وروستي عملیات یې د لاسته راوړنو ډک وبلل او په دې هکله یې د دښمن د تهدیداتو او ترهګریزو بریدونو په دفع کولو او د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې د دغه ځواکونو له سرښندنو څخه قدرداني وکړه.
ورپسې د ملي امنیت شورا د هغه زغره لرونکو ساتوونکو وسایطو چې ګمرکي اسناد نه لري د مالیې د ورکړي زماني پروګرام تمدید تائید کړ او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د ټاکلي وخت په اوږدو کې د یادو وسایطو د مالیې ورکولو پروسې پړاوونه بشپړ او په اړه یې لازم اقدامات وکړي.
په پای کې، د هېواد د امنیتي تهدیداتو د زیان پیژندنې پروګرام باندې هر اړخیز بحث وشو.
د ملي امنیت شورا د دښمن د ترهګریزو او تروریستي بریدونو د رامنځته کېدو د مخنیوي په خاطر د دفاعي او امنیتي ارګانونو د هڅو ډېرول حتمي، رغاونکي او اغیزناک وبلل او په دې موخه اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وشوه چې خپل پلانونه په سټراټيژیکه او تاکتیکي کچه په منظمه او سیستماتیکه توګه عملي کړي او په دې برخه کې د اړوندو ارګانونو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته کړي او د خلکو هر اړخیزه همکاري لا زیاته را جلب کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته