پلخمري – باختر – د کب – ١
په بغلان و لايت کې د نيالګيو د ايښودلو پروګرام پيل شو .
د صنعتي بغلان ښاروال سيد کبير سادات دباختر آژانس خبريال ته وويل چې نن د صنعتي بغلان په تفريحي ساحو ، د بورې فابريکې د ايشان غاښې د صنعتي بغلان د ښار دننه د دريم سړک او د ورزشي چمن پورې څه دپاسه دوه زره ډولي نيالکي ايښودل کيږي .
سادات ددغه پروګرام موخه د ښار د ښکلا سمسورتيا او دښار د ککړتيا د کمښت بيان کړ . او و يې وويل په پام کې ده چې ددغه ښار په ټولو ساحو کې يو زرو پنځه سوه نور نيالکي کينول شي .
ده وويل خو شحاله يم چې د صنعتي بغلان اوسيدونکي ددغه ښار له ښاروالۍ سره د نيالګيو په ساتلو او خړوبولو کې همکار دي .
ده زياته کړه د ښاروالۍ هر کار کوونکى او ددغه ښار هر اوسيدونکى ددغو نيالګيو د ساتلو او روزلو مسووليت لري
ختم_ سعيده _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل