نړۍ

په سوريه کې دوژل شويو کسانو شميرله اتو زروتنو څخه واوښت

نيويارک  باختر  دکب دري ويشتمه

  دملګروملتو دسازمان يو مقام وايي په سوريه کې ددولتي ضد نا اراميو په ځپلو  چي له تيرکال  څخه پيل شوي  دي  څه دپاسه  اته زره تنه وژل شوي دي .

 دملګرو ملتو دسازمان دعمومي اسامبلي رييس  ناصر عبدالعزيز الناصر وايي يو زيات شمير  ښځي او ماشومان په قربانيانوکي شامل دي .

 ده په داسي حال کې  نظر   څرګند کړي دي چي ټاکل شوې ده دسوريي لپاره  دملګر وملتو دسازمان او د عربو داتحاديي استازي کوفي عنان  دسوريي د دولت له مخالفينو سره  په ترکيه کې وګوري .

 عنان چې  تيره اوونۍ ددمشق په ښار کې دسوريي له جمهور رييس بشارالاسد  سره وکتل وويل داوربند دټينګښت دامکان په نسبت خوشبين دي .

 کوفي عنان  دسوريي دملي شورا له غړو سره  چې په ترکيه کې  ميشت دي هم ګوري .

  په سوريه کې تاوتريخوالي  دوام لري او ښځي اوماشومان په هغو کسانوکې شامل دي چې د رارسيدلوخبرونو  له مخې ديکشنبې په  شپه دحمص ښار دکرم الزيتون په سيمه کې  ځورول شوي او وژل شوي دي

 دسوريي  دولت دو ژل شويو کسانو په شتون ټينګار کوي خو هغه  په وسله والو تروريستانو پوري  اړوند بولي .

 په بوتيوب  په سايت کې خپاره شوي  تصويرونه چې ويل کيږي .  په بريد کې  دوژل  شويو ښځو ، ماشومانو نارينه و مړي  ښيي چې ډير دردونکي  دي .

 په يوه ويدو کي  دڅلورو ماشومانو په ګډون څه ناڅه يوولس  مړي  چي وينو ډوب دي ليدل کيږي 

 دحمص  ښار  څو اوونۍ ددولتي ځواکونو تر بريد لاندي و چي هلي ځلي کوي دغه سيمه له وسله والو مخالفينو څخه پاکه کړي دښار  ځيني سيمي ويجاړي شوي هم دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته