سیاست

جمهور رئیس غني د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ کورنۍ سره خواخوږي او غمشریکي وکړه

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن تير ماښام د کاوون کاکړ کور ته لاړل او له نوموړي او د ارواښاد د کورنۍ ټولو غړو سره یې د هغوی د پلارارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ د وفات له امله خواخوږي او غمشریکي وکړه او د ارواښاد روح ته یې دعا وکړه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ
د هېواد جمهور رئیس ارواښاد پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د افغانستان د نومیالي مورخ په توګه یاد کړ او د ده علمي څېړنې او خدمات یې د هېواد د فرهنګ او تاریخ په برخو کې بې جوړې او نه هېرېدونکي وبلل او د خدای تعالی په دربار کې یې د فردوس جنت دعا ورته وکړه.
دارواښاد پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ زوی کاوون کاکړ له جمهور رئیس څخه د ارواښاد کورنۍ او ملګرو سره د هېواد د جمهور رئیس د غمشریکۍ او خواخوږۍ له امله مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته