خبرونهټولنهروغتیا

په سرپل کې ۳ ټنه بې کیفیته توکي وسوځول شول

کابل، د لړم ۲۴مه، باختر
د سرپل د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز له بېلابېلو سیمو څخه راټول کړي ۳ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي عبدالشاکر شهاب د یادو توکو د سوځولو پرمهال وویل چې دغه ۱۲۳ قلمه توکي خوراکي او غیرخوراکي توکي چې ۳ ټنه کېږي د ټاکل شوې کمېټې له لوري د تېرو دوو میاشتو په لړ کې د ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو او نن وسوځول شول.
نوموړي ډاډ ورکړ چې په ولسوالیو کې هم د تېروخته خوراکي او غیر خوراکي توکو د مخنیوي لپاره خپل کار پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته