کابل، د غوايي ۲۵ مه، باختر
د سرپل امنیتي مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې یې یو سړی د یوې ښځې د تښتولو په تور نیولی دی.
د سرپل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي آمر دين محمد نظري باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ویلي چې د سرپل د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسووبینو دغه سړی د یوې ښځې د تښتولو په تور نیولی دی.
پېښه تر څېړنې لاندې ده.
جهانیار