امنیت

په نويو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ٣٤ تنه داعشيان ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
په ننګرهار ولايت کې د داعشيانو پر سنګرونو په نويو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ٣٤ داعشيان ووژل شول.
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتونو کې دهسکې مينې ، خوږياڼيو ، دروداتو ،اچين او کوټ دولسواليو په ځينو سيمو کې ترسره شوي دي .
لومړى جکړه تيره شپه هغه وخت ونښته چې دناتو ځواکونو داچين په ولسوالۍ کې د داعشيانو پرسنګرونو بمبارى وکړې .
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دغو هوايي بريدونو کې د داعش د ډلې شپږ غړي ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې : لس تنه داعشيان دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې په يوه نښته کې ووژل شول.
دغه جګړه نن هغه وخت ونښته چې پوځيانو د داعشيانو پرکاروان بريد وکړ .
دهيواد په ختيځ کې دپوليسو يو جګپوړي قوماندان وويل : په دې نښته کې لس تنه داعشيان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته