کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر
د سرپل د والي د دفتر د رئيس ملا تاج محمد حقجو په مشرۍ پرون په سرپل کې د غصب شويو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ دغه غونډه د سرپل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي عمير سرپلي او د اړوندو ادارو د مسوولينو په ګډون جوړه شوه.
په دې کتنه کې د سرپل مستوفي وویل چې د هېواد د ودې او هوساینې لپاره دې اغېزمن ګامونه واخیستل شي او هغه دولتي ځمکې چې د زورواکو تر واک لاندې دي، باید ترې واخیستل شي او اړوندو ادارو ته دې وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت په ګوسفندي، سانچارک، صياد او سوزمه کلا ولسواليو کې څه د پاسه ١١٦ جريبه ځمکه، ٣٦٢ دوکانونه او يو دولتي سرای، چې د غاصبينو تر ولکې لاندې و، د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې راغلی دی.
ع