کابل/ د کب ١٥ مه / باختر
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست مسوولان وايي په سالنګونو کې له تېرې شپې را په دې خوا د واورې اورښت دوام لري.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس قاضي عبدالله عبيد باخترآژانس خبريال ته وويل:
دغه لویه لاره له ټریلري موټرونو پرته د ټولو موټرو پرمخ پرانېستې ده او په ژمنيو وسايلو سمبال موټر چلوونکي کولای شي په دغه لویه لاره سفر وکړي.
په همدې حال کې د سالنګ ولسوال قاري محمد عمرسالنګي د لويې لارې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ وباله او له مسافرينو یې وغوښتل چې ترافيکي قوانين مراعات کړي.
\ ذ