خبرونهټولنه

په سالنګونوکې اسمان شين دى

کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
د سالنګونو مسوولين وايي چې تيلري موټرونه په يوه طرفه ډول او نورموټرونه کولاى شي نن په دوه طرفه ډول په دغه لويه لاره کې تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې د رياست سرپرست انجنير عبدالبشير افغانزوي باختراژانس ته وويل چې د سالنګونو په دواړو خواو کې اسمان شين دى او د وسايطو د خونديتوب په خاطر په سړک مالګه اوشګه شيندل شوې ده .
هغه زياته کړه چې تيلري وسايط له جنوب څخه د شمال په لور او نور وسايط په دوه طرفه ډول په ژمنيو تجهيزاتو او مقرراتو په رعايتولو سره په دغه لاره کې تګ راتګ وکړي.
اوس په لويه لاره کې د کتنې ساحه ١٠ کيلومتره ده د باد چټکتيا په ثانيه کې ٣ متره ده لنډه بل په سلوکې ٥١، د تودوخې لوړه درجه منفي ١٠ او د سړک په ١٠کيلومتر کې کنگل شتون لري .اوپه راتلونکو ٢٤ ساعتونوکې د واورې د اورښت اټکل نه کېږي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته