-کابل باختر د ثورديار لسمه :
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند نهه تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار د ډيورند کرښې ته څيرمه دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې په يوه امنيتي پوستې يرغل وکړي .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه يرغلګر ووژل شول .
ده وويل چې وسله وال طالبانوغوښتل په پوځيانو بريد وکړي چې دسرتيرو په ډزو کې ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول .
په يوبل خبر کي ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار د نورستان ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل
دوى وسله وال طالبان ددغو ناکامو ماين ښخوونو عامل بولي .
طالبان په افغانستان کې په ګن ميشتو لارو اوسيمو کې دماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
ختم_ عطاالله_ اکرم