خبرونهاقتصاد

په زابل کې په لسګونو زره څاروي د طاعون او بروسلوز ناروغيو په وړاندې واکسين کېږي.

٣٥- کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
د کرنې وزارت هڅه کوي چې په زابل کې د واکسين د کمپاين کار پيل کړي او د څارويو ترمنځ او انسانانوته د دغې ناروغى د لېږدولو مخه ونيسي.
دغه کمپاين نن په قلات ښار کې د سلګونو روغتيايي کارکوونکو په ګډون پيل شو اوټاکل شوې ده په دغه بهيرکې په لسګونو زره څاروي د زابل په شاوخوا کې د دغو ناروغيو په وړاندې واکسين شي .
د زابل د کرنې رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې کمپاين کې د لسګونو زرو څارويو د واکسين تر څنګ په يوشمېر غوجلو درمل شيندل کېږي.
طاعون او بروسلوز هغه دوه ناروغۍ دي چې کولاى شي له څارويو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي.
که دغو ناروغيو ته ژر رسيدګي ونه شي د مرګ سبب کېږي.
ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته